1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د اوکراين په اړه د مرکزي اروپا هيوادونو ترمنځ د نظر اختلاف

۱۴۰۲ اسفند ۹, چهارشنبه

پولنډ، چيک جمهوريت، هنګري او سلواکيا چې د «وايسګارډ څلور» هېوادونو په نامه هم ياديږي، د اوکراين د جګړې په تړاو د نظر ډېر اختلاف لري. د دې څلورو هېوادونو مشرانو د سه شنبې په ورځ په پراګ کې سره ليدلي.

https://p.dw.com/p/4cyFK
د هنګري، چېک جمهوريت، پولنډ او سلواکیان لومړي وزيران
د هنګري، چېک جمهوريت، پولنډ او سلواکیان لومړي وزيران انځور: Petr David Josek/AP/dpa/picture alliance

د پولنډ، چيک جمهوريت، هنګري او سلواکيا لومړي وزيران د سه شنبې د ورځې په ليدنه کتنه کې د اټکلونو سره سم د اوکراين او روسیې ترمنځ د روانې جګړې په اړه سره هم نظره نه ول.

د مرکزي اروپا دا څلور هېوادونو چې ټول یې د تېر کمونیستي شوروي اتحاد تابع يا اقماري دولتونو ول خو اوس د اروپايي ټولنې او ناټو غړي دي، د وايسګارډ په نوم (V4) يو غير رسمي سياسي ائتلاف هم جوړوي.

خو په داسې حال کې چې پولنډ او چيک جمهوريت د اوکراين د ملاتړ په برخه کې سره يو دي، د هنګري او سلواکيا پاپوليستي مشران بيا په دې اړه ډېر شکونه لري.

پولنډ او چيک جمهوريت د «روسیې د تيري» په اړه څرګند نظر لري

د چېک جمهوريت لومړي وزير پيتر فياله، چې په پلازمينه پراګ کې یې د دې غونډې مشري کوله، وويل: «زما په آند زه کولای شم چې ووایم چې زموږ ترمنځ د نظر اختلاف موجود دی.»

نوموړي زياته کړه: «زه به دا خبره پټه نه کړم ځکه دا بې معنا ده، چې موږ پر اوکراين د روسیې د یرغل د علت او د دې د حللارو په اړه بېلا بېل نظرونه لرو.»

د پولنډ نوي ټاکل شوي لومړي وزیر تونالد توسک، د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتین «جنګي جنايت کار» بللی او ويلي يې دي چې په اوکراين کې د جګړې يوازنی علت د «روسیې يرغل» دی.

د ۲۰۲۲م کال په فيبرورۍ میاشت کې پر اوکراين د روسیې د يرغل سملاسي وروسته پولنډ په چټکۍ خپل سرحدونه پرانيستل او له هغه وخت راهېسې یې تر يو میليون ډېرو اوکراين مهاجرو ته هرکلی ويلی دی.

په پولنډ کي د اوکرایني مهاجرو حالت

توسک وويل: «دې ته له پاملرنې پرته چې روسيه د يوه هېواد په توګه څومره قوي ده، د هغه څه په اړه چې نن سبا په اوکراين کې روان دي، سياسي، اخلاقي او تاريخي ارزونه بايد روښانه وي.»

هنګري او سلواکيا د «سولې د خبرو اترو» غږ کړی دی

سلواکيا او هنګري تر اوسه اوکراين ته د وسلو او تجهیزاتو له ورکړې سره مخالفت کوي او پاپوليستی مشران یې يعني د سلواکيا کيڼ اړخه لومړي وزیر روبیرت فيکو، او د هنګري محافظه پال ناسیوناليست ويکتور اوربان، د روسیې د يرغل له پاره تفاهم څرګند کړی دی.

فيکو چې د اوکراين د جګړې په تړاو د لوېدیځ مشترک چلند «بشپړه ناکامي» بولي او د اروپايي ټولنې د سولې د پلان غوښتنه یې کړې ده، وويل: «زه د اوکراين د کړکیچ په يوه پوځي حل باور نه لرم.»

فيکو تل د اوکراين د جګړې د علت په تړاو د کريملن بيانيه تکرار کړې ده چې په هغه کې د پوتين هغه بې بنسټه ادعاوې هم شاملې دي چې وايي د اوکراين برحاله حکومت د «نازيانو» له خوا پرمخ وړل کیږي چې د اوکراين په ختيځ کې نژادي روسان ترې باید «وساتل» شي.

هغه وايي چې اوکراين ته به د لویدیځ د وسلو ډېر مقدار هم د جګړې مسير تغير نه کړي، نوموړې همدا شان پر روسیې د اروپايي ټولنې د بندیزونو مخالف هم دی او غواړي چې په ناټو کې د اوکراين د شامليدو مخه ونيوله شي.

اوربان چې له پوتين سره یې اړيکي ژورې دي او له اوکراين سره یې د اروپايي ټولنې د مرستې د تازه بستې مخه هم نیوله ده، د سولې د خبرو غږ کړی دی.

توسک: «موږ به لا هم تر اشغال لاندې ژوند کولای»

توسک چې د اوربان او فيکو ترڅنګ یې څرګندونې کولی، تر ۱۹۸۹م کال پورې یې د پخواني شوروي اتحاد د تابع هېوادونو په توګه د دې څلورو هېوادونو د ګډ ماضي څخه يادونه وکړه.

هغه وويل: «که چېرې موږ د مسکو نظر ومنو، هغه چې پوتین یې وړاندې کوي نو بيا به نه سلواکيا، نه چېک جمهوريت، نه هنګري او نه هم پولنډ خپلواک دولتونه وای او موږ به اوس هم لا په اشغال کې ژوند کولای.»

دا څلور مشران په دې سره موافق ول چې يو یې هم اوکراين ته د خپلو ځمکنيو ځواکونو د ليږدولو په اړه فکر نه کوي هغه څه چې د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون، د دوشنبې په ورځ رد کړي نه ول.  

خو پولنډ او چېک جمهوریت ويلي دي چې دوی به له اوکراين سره د مرستې په برخه کې ژمن پاتی شي.

فياله، تر دې دمخه له توسک سره په يوه جلا ناسته کې ويلي ول: «موږ پوهيږو چې يرغلګر څوک دی او قرباني هم پيژنو.» هغه زياته کړې وه: «موږ په څرګنده توګه له اوکراين سره بشپړ ملاتړ ته چمتو يو او د خپل ملاتړ د ودې له پاره د ممکنه لارو چارو په لټه کې يو.»

وايسګارډ څلور څه ته وایي؟

د وايسګارډ څلور ائتلاف په ۱۹۹۱م کال کې د شوروي اتحاد تر پرځيدو وروسته رامنځته شوی وو. نوم یې د هنګري له وايسګارډ ښار څخه اخيستل شوی دی چېرې چې د دې څلورو هېوادونو يعني هنګري، پولنډ او د هغه وخت د چېکوسلواکيا مشرانو ليدلي ول.

دا ځای له دې کبله انتخاب شوی وو چې همدلته د وايسګارډ کانګرس هم ترسره شوی وو چې په ترڅ کې یې په ۱۳۳۵م کال د هنګري، پولند او بوهميان (چيک) مشران سره يوځای شوي ول.

په ۱۹۹۳م کال کې د چیکوسلواکيا تر ويش وروسته، چېک جمهوريت او سلواکيا د دې ډلې خپلواک غړي شول او څلور سره هېوادونه په ۲۰۰۴م کال په اروپايي ټولنه کې شامل شول.

ب. ص/ ن. ز (AFP, dpa)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب